د افغانستان لپاره د ډیجیتالي مصونیت لارښود

Afghanistan Digital Care Guide in English  |  رهنمایی مصونیت دیجیتالی افغانستان به دری

بشپړ لارښود په PDF بڼه دانلود کړئ:  یوازې ډیجیتالی بڼه | د چاپ وړ بڼه

پاملرنه کول، یعنی مقاومت کول دي.

" ځان ته پاملرنه کول، زیاده غوښتنه نه ده، بلکې د خپل ځان د خوندي ساتلو په مفهوم ده، او دا د سیاسی جګړې یوه کړنه ده." (اودره لرده)

خپلو وسایلو(کامپیوټر/موبایل) او ډېټا یا معلوماتو ته پام کول، نه یواځې د خپل ځان خوندي ساتنه ده، بلکې د ټولې ټولنې د خوندي ساتنې په مفهوم ده.

خبریالان، د رسنیو کارکوونکي او فعالان خپل ژوند له ګواښ سره مخ کوي، که د دوی له انلاین ډېټا/معلوماتو، برنامو، او اړیکو څخه د هغوی او یا د بل کس په وړاندې چې له دوی سره په اړیکه کې دي، د شواهدو په توګه کار واخستل شي.

امکان لري، چې دا ډول ډېټا یا معلوماتو، برنامو او داسې نورو مواردو ته لاس رسی ترسره شي.

همدارنګه ممکنه ده، چې کله هم دا لاندې سناریوګانې رامنځته شي.

- د حملې، لټونې، نیونې او د تالاشي پر مهال د ټلفونونو، ټبلیتونو، کامپیوټرونو، د ځېرک ساعتونو او د نورو بیا ترلاسه کېدونکو( USB ګانو، هارډسکونو، او نورو څېزونو) مصادره کول او هغوی ته لاس رسی پیدا کېدل.

- د ډیجیتالي ارتباطاتو او انلاین اړیکو څارل کېدل

- پر وسایلو(کامپیوټرونو/موبایلونو) او اکونټونو د ډیجیتالي حملو ترسره کېدل

- د خلاصې سرچینې اطلاعات | پر هغو پلاتفورمونو تحقیق کول چې په عام شکل ورته لاس رسی کیږي، لکه: فیسبوک او ویکي پدیا

د دې په پوهېدو چې نه شو کولی له ټولو متوجه ګواښونو مخ نیوی وکړو، خو د ځینو ځانګړو اقداماتو په ترسره کولو سره لکه په خپلو وسایلو(کامپیوټر او موبایل) کې د کمو معلوماتو په ځای پر ځای کولو، د اړیکو له خوندي کانالونو څخه د کار په اخیستلو او د خپلو وسایلو په مصون کولو سره کولی شو دا احتمال چې یاد ډېټاوې او پروګرامونه زمونږ په وړاندې د شواهدو په توګه وکارول شي، کم کړو.

په عین وخت کې، ځیني دا خوندي اقدامات به په ګواښ هم بدل شي، که چېرې زمونږ انلاین پروګرامونه له غلط لوبغاړو (نړېوالې ټولنې او یا هغه ته ورته سازمانونو) سره د مرتبطو شاخصونو په توګه په پام کې ونیول شي.

 ملاحظات

  د ځواب ویلو مرحلې 

د مخ نیوي مرحلې

 خطر

مهمه پرېکړه کول

آیا تر فشار لاندې به اجازه ورکړئ چې ستاسو وسیلې (کامپیوټر/موبایل) ته لاس رسی ترسره شي؟

 

په پام کې مو وي چې ایا کډ لرونکی ملاتړ (Backup) او یا کډ لرونکي فایلونه توجه ځان ته راجلبوي او ایا تاسو به له خطر سره مخ کړي؟

 

وسایلو(کامیپوټر/موبایل) ته نه لاس رسی

له لرې لارې د دستګاه پاکول او یا  Device ته د داخليدو د بې پایلې هڅې په نتیجه کي په اتوماتیک بنه د کامپیوټر/موبایل پاک کول

متاثر کيدونکي او احتمالي خطر سره د مخ کسانو

  زمونږ په Device (کامپیوټر/موبایل) کې د معلوماتو یا ډېټا د ساتنې کچه نا محسوس خو واقعبینانه حداقل ته را ټیټول 

زمونږ په Device کې د معلوماتو یا ډېټا مصون او خوندي کول 

د وسایلو مصون کول 

ټولې ډېټا یا معلوماتو ته د کډ لرونکي Backup جوړول

د حملې، پلټنې، نیونې او د تالاشي پر مهال د موبایلونو، تبلیتونو، کامپیوټرونو او د ځیرک لاسي ساعتونو مصادره او یا هغوی ته لاس رسی پیدا کول.

  مصون او خوندي پروګرامونه او یا چینلونه لکه VPNs ممکن دی، پام ځان ته راجذب کړي او د ګواښ د رامنځته کېدو سبب شي

 
 

د امکان په صورت کې د ترسره کېدونکي نظارت/څارنې په اړه اسناد را ټول کړئ 

د خدماتو وړاندې کوونکو له لوري د ناوړه کټې اخستنې د حفاظت د میکانیزمونو فعاله کول  

متاثره او متضرر کېدونکي اکونټونه Backup او غیر فعاله کړئ

 

د انلاین اکونټونو خوندی کول 

له انلاین خوندي خدمتونو ګټه اخیستنه ( لکه  بشپړ کډ شوي مسنجرونه،  انلاین ذخیره کول، لټونونه، ویډیو کنفرانسونه او داسې نور)  

د VPN او یا  د ورته ابزارو له لاري انترنت ته زمونږ د لاس رسي خوندي کول

د ډیجیتالي اړیکو او انلاین ارتباطاتو نظارت/ څارنه ( البته د چارواکو، د هغوی د متحدینو، د انترتي خدماتو وړاندې کوونکو او مخابراتي شرکتونو لخوا)

 

- حملې او ټول شواهد مستند کړئ 

- حمله شوې دستګاه خاموشه وساتئ 

- اکونټونه مو د خدماتو د وړاندې کوونکو او یا د بېړنۍ مرستې د غوښتنې د خطونو له لارې ترلاسه کړئ.  

- د بیا ترلاسه شویو اکونټونو لپاره مو د 2FA اپشن/اختیار فعاله کړئ

- د دستګاو خوندي کول 

- د انلاین اکونټونو خوندی کول 

- د اجرايي سیستم او پروګرامونو اپډېټ کول  

- د ټولنیزو شبکو له لارې د ناپېژنده اړیکو د غوښتنې ردول

پر ډیجیتالي وسایلو او اکونټونو حملې ( د جاسوسۍ وسیلې، هک کوونکې حملې، د چارواکو او یا د هم مجرمانو له لوري د شواهدو ځای پرځای کول.)

متوجه وسئ، چې ډېری معلومات به په بشپړ ډول لمنځه  نه ځي، او که داسې وشي هم نو یواځې په وېشل شوي ملاتړ کې د ځنډ او د پلاتفورمونو د بېا راګرځېدو ماشین او د ذخیره کوونې د نورو خدماتو له امله به وي.

هڅه وکړئ چې له انلاین پلاتفورمونو شواهد لمنځه یوسئ

د معلومات په لمنځه وړلو او یا له نورو پلاتفورمونو څخه د اطلاعاتو د لرې کولو په غوښتنې سره په دیجیتالي فضا کې  دخپل نښان د پاتې کېدو کچه کمه کړئ

د خلاصې سرچینې اطلاعات (اوسنت) | په مختلفو پلاتفورمونو کې کله لټون چې په عمومي شکل د لاس رسي وړ وي. ( لکه فیسبوک او وکي پدیا)

1 | د دیجیتالي بېړنیو حالتونو لپاره د تلفونونو بېړنۍ کرښې

که تاسو یو خبریال، فعال او یا هم د مدني ټولنې غړی یاست او په عین وخت کې بېړنۍ مرستنې ته اړتیا لرئ، Access Now`s Helpline درته په ۲۴ ساعته توګه د ډیجیتالي امنیت په برخه کې مرسته ترسره کوي. نوټ: د ملاتړ ټیم به تاسو سره د افغانستان په سیمه ییزو ژبو خبرې ونه کړي.

نور اختیارونه:

- https://cpj.org/emergency-response/how-to-get-help/ -

https://www.frontlinedefenders.org/emergency-contact

- د ډیجیتالي حقونو بنسټ دا ډول قضیو ته د لاندې ادرس له لارې ځواب وايي. helpdesk@digitalrightsfoundation.pk

- که ګمان کوی چې ستاسو پر تلفون د Spyware په وسیله او دې ته ورته پروګرامونو باندې حمله شوې، Emergency VPN د Civilsphere پروژې له لاري درسره مرسته کوي ترڅو خپل تلفون چک کړی او وېڅارئ: https://www.civilsphereproject.org/emergency-vpn

2 | د ډیجیتالي بېړني حالت، د نیونې او د تالاشي سیمې لپاره چمتو وسئ | یو پلان جوړ کړی

د انلاین مصونیت د تامینولو لپاره، دا تشخیص کړئ چې له څه ډول ګواښ سره مخ یاست او یا کوم انلاین فعالیت تاسو له خطر سره مخ کوي ـ د ګواښ نوعیت څه ډول دی؟ د ډیجیتالي امنیت په اره دغه لاندې لینک تاسو سره مرسته کوي چې خپلو پوښتونو ته ځواب پیدا کړی. | https://www.accessnow.org/first-look-at-digital-security/

کله چې د ګواښ په اړه فکر کوئ، لطفاً دا لاندې مواردو ته هم پام وکړی.

2.1 | یو پلان جوړ کړئ او هغه د دې لپاره چې احتمال یې شته ممکن تاسو او یا هم له تاسو سره یو ارتباط لرونکی کس به د چارواکو لخوا ونیول شي. لاندې لارښود ته پام وکړئ. | https://digitalfirstaid.org/en/arrested/

دا د RaReNet او د CiviCERT لخوا ترتیب شوی او په کې د ډیجیتالي امنیت خونديتوب په اړه معلومات په کې ځای پر ځای شوي دي. همدا راز له زندان سره د مقابلې لارښود هم موجود دی.| https://coping-with-prison.org

دغه لارښود کې د نیول شوي شخص د کورنۍ غړو، د هغه ملاتړ کوونکو او وکیلانو لپاره معلومات را ټول شوي.

2.2 | د تالاشي/پلټنې په ځایونو کې او د حملې پر مهال چمتو وسئ دا چې چارواکي به ستاسو (کامپیوټر او موبایل) مصادره کړي او یا به پر تاسو فشار راوړي ترڅو هغه ورته خلاص کړی. خپل تلفون له ځان سره د باندې مه وباسئ، او یا هم داسې یو تلفون درسره واخلئ چې حساس اطلاعات لکه د اړیکو شمېرې او یا ورته معلومات په کې نه وي. په خپلو وسایلو خاصتاً موبایل کې د ډېټا/معلوماتو د ذخیرې سطح ټېټې کچې ته راورسوئ. – طلائي قانون دا دی: که شک کوئ، معلومات مو لمنځه یوسئ. هېڅ داسې معلومات د دې ارزښت نه لري چې په خاطر یې ستاسو او یا ستاسو د یوه ملګري ژوند له خطر سره مخ شي. ( دلاندې نکات د محتویاتو او اکونټونو د لمنځه وړولو لپاره دي.)

>> پریکړه وکړئ چې آیا غواړئ چې خپلو وسایلو/دوایسونو ته لاس رسی ولرئ او که نه؟ دا به یوه ساده پرېکړه نه وي، خو ښه دا ده مخکې له دې چې ورسره مخ شئ په اړه یې فکر وکړئ. پام مو وي چې د تاسو د حضور په صورت کې ممکن دی ستاسو د ګوتې اثر او یا Face-ID د فشار په وسیله درباندې خلاص کړل شي. په iOS البته پخوانیو ایفونونو کې د بېړني حالت اختیار/اپشن شته چې څو ځله د پاور دکمې په فشار ورکولو سره ممکن د Face-ID او یا د ګوتې د اثر له مرحلې د رمز غوښتنې پړاو ته ورداخل شي. همداراز په نویو ایفونونو کې په پیل کې د Emergency SOS په خاموشه کولو او د دوه ثانیو لپاره د غږ او یا د بغلي دکمې په هم مهاله کیکاږلو سره دا کار کیږي. له دې طریقې څخه د ګتې اخستنې لپاره ځان چمتو کړئ، که د هغو استفاده ته مو اړتیا درلوده.

هغه پروګرامونه/Apps چې تاسو او یا نورو ته د خطر سبب ګرځېدلی شي.

- ادرسونه/ د اړیکو شمېرې

- د مسنجر پروګرام

- د فیسبوک اکونټ

- ټویټر او د ټولنیزو رسنیو نور حسابونه

- ایملونه

- یاداشتونه او غږیز یاداشتونه

- عکسونه

- پلټنه/ په ویب کې د پلټنې مخینه

- په یوټیوب کې ستاسو کتلې وېډیوګانې/ ګوګل اکونټونه

- په کامپیوټر او تلفون کې ذخیره شوي اسناد

- د VPN پروګرامونه

- د ګوګل/ او اپل مپ اطلاعات او د موقعیتونو مخینه ( د اپل لپاره ځانګړي موقعیتونه، د ګوګل لپاره د موقعیتونو مخینه)

- د تقویم برنامې

– جنتري چې ممکن په کې د ننوتو حساس معلومات شامل وي

- د موزیک پروګرامونه ( ځیني موزیکونه ممکن د سیاسي او مذهبي اړخه مناسب ښکاره نه شي.)

- د دوست موندنې پروګرامونه

پام مو وي چې پاک شوي توکي د خپل کامپیوټر/موبایل د باطله سطل نه هم پاک کړئ او دا چې د یو متخصص شخص یو تحلیل کولی شي چې د حذف/پاک شویو توکو اثار را پیدا کړي.

کله چې غواړی هر څه له تلفون نه پاک کړی، حداقل خپل ځیني شخصي تصویرونه وساتئ ترڅو ښکاره کړي چې له دې تلفون کار اخستل کېده.

2.3| په خپل تلفون کې د اړیکو د شمېرو د خاوندانو نومونه پښتو او یا دري ته واړوئ، او وګورئ که اړتیا وه نړېوالې شمېرې له خپل موبایل پاکې کړئ.

- په ګرځنده تلفون کې مو شته ادرسونه، د مسنجر مخاطبین، او یا د خپل چت مخینه چې د بهرنیو نومونو او یا د ادرسونو ښکارندوی وي

- که غواړئ چې د مخاطبینو یو نوملړ یا ادرسونه درسره ولرئ، هغه په خپل تلفون او یا لب تاپ کې مه ساتئ! هغه خپل ځان ته په یوه ایمل در ولېږئ چې ستاسو اصلي ایمل نه وي. د هغه ایمل د خلاصولو کډ او ادرس په خپل لب تاپ یا تلفون کې مه درسره ذخیره کوئ او د هغو نښه په خپل وسیله که مه پرېږدئ. ( د مثال په توګه: که تاسو له خپل اصلي ایمل بل ایمل ته پیام استوئ، لا به یې کاپي ستاسو د استونې به فولدر کې پاتې وي.)

- هر هغه ایمل چې درته زیان جوړولی شي، له خپل پیام خونې، د استونې له برخې، او یا د لومړني پړاو له برخې پاک کړئ او ډاډه شئ چې د باطلې فولدر مو هم پاک کړئ.

2.4 | د مسنجر او نورو انلاین ګروپونو لپاره: وار له مخه څو مختلف کسان د دغو ګروپونو د مدیرانو په توګه وټاکئ، ځکه د اړتیا په وخت د دغو ګروپونو مدیران کولئ شي یو غړی له ډلې حذف کړي. (د مثال په توګه: که له چا یې تلفون مصادره شي.)

2.5 | د ټولنیزو رسنیو له لارې د اړیکو نیولو غوښتنو ته ځواب مه وایاست، که اړیکې ستاسو د ملګرو او یا د اعتمادي کانالونو له لوري نه وي. داسې پېښې شته چې یوه کس ځان بهرنی خبریال معرفي کړی دی او د مرکې غوښتنه یې کړې، خو بیا د ورکول شوي اطلاعاتو څخه یې منفي ګټه اخیستې او بیا یې د قرباني د تعقیب لپاره کاروي.

2.6 | د خصوصي شویو ایمل ادرسونو پر ځای له ترکیبي ایملونو څخه کار واخلئ، په دې مفهوم چې دا ایملونه ستاسو د نوم او محتویاتو بیانوونکي نه وي ترڅو په وسیله یې ستاسو هویت تشخیص نه شي.

3 | د ښځینه خبریالانو لپاره ځانګړې سپارښتنې

که تاسو د یوې ښځې په توګه تثبیت او وپېژندل شئ، ممکن تاسو له ځانګړو ډیجیتالي امنیتي ګواښونو سره مخ شئ. لاندي د ډیجیتالي حقونو د بنسټ لارښود ته پام وکړئ.| digitalrightsfoundation.pk/wp-content/uploads/2017/11/Hamara-Internet-Guidebook-English-Version-2016.pdf

دا بنسټ همدا راز په پښتو ژبه چوپړتیاوې وړاندې کوي.| digitalrightsfoundation.pk/services/ د هغه ښځو لپاره چې له ناوړه استفادې سره مخ دي د Chayn لخوا د انلاین مصونیت یو لارښود جوړ شوی. دا لارښود په مختلفو ژبو دی. | www.chayn.co

- پښتو | chayn.gitbook.io/diy-online-safety/pashto-p-tw

- فارسي | chayn.gitbook.io/diy-online-safety/farsi-farsy

- انگلیسي | chayn.gitbook.io/diy-online-safety/english

4 | خپل انلاین اکونټونه، تلفون، تبلیت او کامپیوټر خوندي کړئ

4.1 | د تلفون یا د کامپیوټر د خلاصولو لپاره د داخلېدو رمز ته اړتیا لرئ د خپلې وسیلې لپاره د ټول دسک -رمز ورکونې بټن فعاله کړئ. (که فکر کوئ، د تاسو د وسیلې د پلټنې په صورت کې دا مورد پام ځان ته راجذبوي، د توجیه او د خپل موبایل یا لب تاب د امن کولو لپاره وار له مخه یو جوړ کړی داستان له ځان سره، ویلو ته ولرئ.) که چېرې د تالاشي له کوم ځای سره مخ شوئ، خپله وسیله خاموشه کړئ، او د نه پاملرنې په حالت یې پرېږدئ. که کله مو غوښتل چې د خپلې وسیلې (کامپیوټر/موبایل) رمز شریک کړئ او کنه نه؟ د معلوماتو لباره په دوهمه برخه کې شته نکاتو ته پام وکړئ.

4.2 | په بشپړ ډول کډ شويو برنامو لکه واتساپ | whatsapp.com یا زیګنال| signal.org یا وایر | wire.com څخه استفاده وکړئ او د لیکلو پیامونو لپاره د پیامونو د ورکېدو بټنه فعاله کړئ او یا هم په منظم ډول خپل مسجونه پاکوئ.

پام مو وي، چې د زیګنال او وایر په شان پروګرامونه په معمول ډول نه کارول کیږي، او یا هم د سازمانونو او نړېوالو موسسو د غړو او یا د غیر دولتي بنسټو د استازو لخوا کارول کیږي، ممکن چې د پام د اوښتو سبب شي. سره له دې چې ممکن دا له واتساپ ډېر مصون هم وي. خو د زیګنال لپاره په Andriod کې یو بدیل زیګنال میشته مسنجر شته، چې Molly یادیږي او ممکن ډېره توجه ځان ته را جلب نه کړي. molly.im/ 

4.3 | په خپل اکونټونو کې امنیتي تنظیمات چک کړئ. وګورئ چې آیا تاسو کومو مهمو مواردو ته پام کړئ او که نه او هم د امنیتي خبرداري بټنه فعاله کړئ. که امکان یې وه، تاسو د (2AF) اپشن/اختیار چې په بشپړ ډول ورته 2- Factor-Authentication وايي، هغه د هویت د تصدیق کولو په یوه پروګرام لکه freeOTP فعاله کړئ.

| freeotp.github.io

او یا هم Aegis د Andriod لپاره ( ځکه په پاسورد سره د قفل کېدو قابلیت لري.)

getaegis.app

او همدارنګه Raivo د iOS لپاره | apps.apple.com/us/app/raivo-otp/id1459042137

- ګوګل | myaccount.google.com/security-checkup/

پام وکړئ، که تاسو خپل اکونټ د کوم تلفون له شمېرې سره وصل کړی وي، ستاسو اکونټ کېدای شي چې د تلفون د شمېرې له لارې تعقیب کړل شي.

- فیسبوک | https://www.facebook.com/help/799880743466869/

که تاسو د فیسبوک له مسنجر کار اخلئ دا ښه ده چې له (Secret Conversations) څخه کار واخلئ.

- واتساپ | faq.whatsapp.com/general/verification/how-to-manage-two-step-verification-settings/

- ټلګرام | telegram.org/blog/sessions-and-2-step-verification

لاندې لینک د ټولو ایمل ادرس وړاندې کوونکو په اړوند اسناد دي. 2fa.directory

ډاډه شئ چې ملاتړیز او بیاموندونکي کډونه مو له خپل تلفونه د باندې چېرې نوټ کړئ چې د تلفون د غلا، ماتېدو او یا هم د بطرۍ د ختمېدو په صورت کې خپل اکونټ بیا ترلاسه کړئ. - نور معلومات: ssd.eff.org/en/module/how-enable-two-factor-authentication 

4.4 | که غواړئ، چې د ناپېژنده پاتې کېدو لپاره، د تلفون شمېره نوې کړئ، او یا تلفون بدل کړئ. پام مو وي چې تل دواړه یو ځای سره بدل کړئ. سره له دې چې دواړه په جلا جلا ډول خو په یو وار د تلفوني ټاورو لخوا پېژندل کیږي. ( سیم کارت نمبر + د تلفون IMEI نمبر)، د یوه بدلول کفایت نه کوي ځکه دویم یې لا هم د پېژندنې قابلیت لري.

5 | خپله ډیجیتالي مخینه حذف کړئ او د انلاین فعالیت نښه مو کمه کړئ

دا لا نده روښانه چې ایا او څومره د طالبانو ځواکونه د بشر حقونو د مدافعانو او د خبریالانو انلاین فعالیت څاري او که نه؟ دا وضعیت په سرعت سره د ودې په حال کې دی او د انلاین معلوماتو پاکول کولی شي موثر ووسئ. | news.trust.org/item/20210817111442-4d73x /

دا ممکن په افغانستان کې ستاسو انلاین مصونیت او خوندیتوب ته صدمه رسوي. لاندې ځینې لارښونې د WIRED لخوا وړاندې شوي. | www.wired.com/story/how-to-clean-up-your-digital-history/

همداراز Human Rights Firstلاندي معلومات وړاندې کوي. | www.humanrightsfirst.org/sites/default/files/How%20to%20delete%20your%20history_updated.pdf

فارسي بڼه یې | twitter.com/dooley_dooley/status/1427223031429181441

پاملرنه:

1. د دریم ډلې خدماتو ته د خپلو شخصي معلوماتو په ورکولو کې ډېر پام وکړئ.

2. ځیني پلات فورمونه د معلوماتو د ساتنې پالیسي ګانې لري، چې د قانوني د اجرا لپاره حسابونه آرشیف کوي.

3. ممکنه ده چې ستاسو حذف شوې ډېټا/معلومات لا هم په محلي کچه ستاسو په تلفون او یا کمپیوټر کې وساتل شي.

5.1 | څه ډول ټاکل شوي محتویات لکه عکسونه او پستونه پاک کړو او یا یې په خوندي توګه وکاروو. لاندې یې په اړه فارسي لارښود دی: | twitter.com/dooley_dooley/status/1427223031429181441

فیسبوک – Facebook | www.facebook.com/help/261211860580476/

- طالبان په فیسبوک کې پراخ حضور لري او ممکن له هغو د هغه کسانو چې ورسره په اشکارا ډول مخالفت لري او یا له بهرنیانو سره کار کوي او یا هم هغه کسان چې د ګتې اخستنې مناسبې سرچینې دي، د دوی د پېژندو په خاطر استفاده کړي.

- فیسبوک د اکونټ د قفل کولو لپاره داسې وسیله/ابزار جوړ کړي چې کولی شي په یوه کېکاږلو سره، ټول پروفایل قفل شي، ترڅو هغه کسان چې ستاسو ملګري نه دی، ونه توانیږي چې د پروفایل عکس او یا لیکنې دانلود کړي. | twitter.com/ngleicher/status/1428474008295464965 

- یو سیمه ییز اکونټ جوړ کړئ او یواځې د خپلو سیمه ییزو دوستانو لپاره مو وي، ترڅو په خپل تلفوني پروګرام کې د هغو په ساتلو سره له خپلو نړېوالو مخاطبینو سره له اړیکې مخ نیوی وکړئ. خپل اکونټ ترڅو چې ممکن وي عمومي یې کړئ، سیاسي او مذهبي مطالب مه خپروئ. له یوه عمومي عکس څخه د پروفایل په توګه کار واخلئ او ممکن تاسو د دغه اکونټ لپاره یو مستعار نوم هم وکاروئ. خو پام وکړئ که خپل نوی حساب د تلفون له شمېرې سره وصل کړئ، ممکن د تلفون د شمېرې له لارې تعقیب شئ.

- ځان ډاډمن کړئ چې د اکونټ د معلوماتو څانګه مو د عموم لپاره د مشاهدې وړ نه ده. خپل اکونټ ته مو هېڅ ډول کاري سابقه مه وراضافه کوئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو پخوانۍ هېڅ ډول اړیکه چې له بهرنيو بنسټونو سره وه او یا ستاسو کاري سابقه په اکونټ کې د لیدلو وړ نه ده. 

که غواړئ له خپل نړېوال اکونټ څخه کټه واخلئ، یواځې داسې وخت هغه ته ورداخل شئ چې یا په امن ځای او یا هم په کور کې یاست. د هغه پاسورد په خپل لب تاپ او یا موبایل کې مه ذخیره کوئ. 

- خپل فیسبوکي پستونه وڅېړئ (هر هغه شی چې په بلقوه توګه د اعتراض د رامنځته کېدو سبب ګرځېدلی شي، پاک یې کړئ.)، د دوستانو په نوملړ کې مو ( هر هغه کس حذف کړئ چې کولی شي د شک د رامنځته کېدو سبب وګرځي په ځانګړې توګه بهرنیان.)، هغه صفحې او ګروپونه مو چې پخوا لایک/خوښ کړي هم وڅېړئ. 

- د خپل فیسبوک خاصتاً د پروفایل او د مخینې عکس (کاوور فوتو) چک کړئ. د دغو عکسونو ټول تنظیمات وڅېړئ هم د پخوانیو عکسونو په ګډون او مطمین شئ چې دا عکسونه پرته له ستاسو د اعتماد وړ دوستانو نور څوک نه شي لیدلی. که کوم (سئوال پاروونکی) عکس لرئ، پاک یې کړئ. 

- د دوستانو د لیست مشاهده مو محدوده کړئ، ترڅو نور کسان یې ونه شي لېدلئ. ( او له ټولو دوستانو مو وغواړئ چې همداسې وکړي.) دا کار ستاسو د فیسبوک د تنظیماتو په برخه کې برابریږي. | How People find and contact you / Who can see your friends list? / “Only me.” 

- خپل افغان وطنوال په فیسبوک کې مه تګ/tag کوئ.

- هغه بټنې چې کولی شي تاسو په عکسونو کې تګ کړئ، غیر فعاله کړئ. www.hongkiat.com/blog/prevent-facebook-tagging/amp/

1. هغه پستونه او عکسونه چې ملګرو مو تاسو پخوا په کې تګ کړي یاست، مرور کړئ، که د ستونزې د جوړېدو سبب کیږي، تګ ترې لرې کړئ.

ټویتر - Twitter| www.businessinsider.com/how-to-delete-old-tweets-from-twitter-2018-12 

- فیسبوک ته ورته قواعد پر ټویتر او نورو ټولنیزو رسنیو هم پلي کیږي. د هغه کسانو لیست چې تاسو فالو کوي/څاري وګورئ، هر څوک او یا هر ټویت چې کولی شي د طالبانو مخالفت راوپاروي، د هغه لغوه او یا یې حذف کړئ. 

- ډاډمن شئ چې تاسو د ټویت کولو لپاره د ټویت د موقعیت ښودلو تنظیمات نه دي فعاله کړي. که داسې مو کړي وي، هغه غیر فعال کړئ. 

- پخواني ټویتونه پاک کړئ: semiphemeral.com

لینکدان – Linkedin | www.linkedin.com/help/linkedin/answer/3003/delete-content-you-ve-shared

انستاګرام – Instagram | help.instagram.com/997924900322403

زیګنال – Signal | https://support.signal.org/hc/en-us/articles/360007320491

ټلګرام – Telegram | telegram.org/faq

مسنجر – Messenger | www.facebook.com/help/messenger-app/194400311449172

واتساپ – WhatsApp | faq.whatsapp.com/android/chats/how-to-delete-messages/

ګوګل لټون – Google Search | support.google.com/websearch/troubleshooter/3111061

ټیک ټاک – TikToK | support.tiktok.com/en/account-and-privacy/account-privacy-settings/privacy-controls

ویکي پدیا: که مو په ویکي پدیا یا د ویکي مدیا په نورو پروژو کې داسې کوم اطلاعات وموندل چې کولی شي تاسو ته او یا په افغانستان کې نورو کسانو ته صدمه ورسوي، لطفاً د هغه په اړه له دغه ایمل ادرس سره په اړیکه کې شئ. ca@wikimedia.org او د موضوع د عنوان په برخه کې AFG ورته ولیکئ.

د خپلو ملګرو د پروفایل یا مخینې یا کاوور عکس چک او مرور کړئ. او که هر کوم د دغو عکسونو درته د پوښتنې وړ وه،( د مثال په توګه: که د طالبانو پر ضد یې د یوه بیرغ یا بنر ښکارندینه کوله) له دوی وغواړئ چې بدل یې کړي. که پرې مشکوک وئ، بیا هغه د خپلو ملګرو له لیست څخه پاک کړئ.

5.2 | څه ډول ټول اکونټونه حذف کړو

فیسبوک – Facebook | www.facebook.com/help/224562897555674/

ټویتر –Twitter | help.twitter.com/en/managing-your-account/how-to-deactivate-twitter-account

لینکد ان – LinkedIn | www.linkedin.com/help/linkedin/answer/63

انستاګرام – Instagram | help.instagram.com/448136995230186/

زیګنال – Signal | support.signal.org/hc/en-us/articles/360007061192-Unregister-or-Delete-Account

ټلګرام – Telegram | my.telegram.org/auth

واتساپ – WhatsApp | https://faq.whatsapp.com/android/account-and-profile/how-to-delete-your-account/?lang=en

ګوګل – Google | support.google.com/accounts/answer/32046

سربېره پر دې، د دغه لینک په وسیله کولی شئ، د ګوګل په پټه حافظه کې د ذخیره شویو پایلو د حذف غوښتنه هم وکړئ. | google.com/webmasters/tools/removals

مایکروسافت/هاتمیل – Microsoft/Hotmail | support.microsoft.com/en-us/help/12412/microsoft-account-how-to-close-account

یاهو- Yahoo | en-global.help.yahoo.com/kb/SLN2044.htm l

پروټون میل – Protonmail | proton.me/support/delete-account/

5.3 | له عکسونو سره څنګه برخورد/چلند وکړو

- ډاډه شئ چې په موبایل کې مو خپل ټول شته عکسونه لیدلي او پوهیږئ چې هېڅ یو سر خوږونکی تصویر په کې نه شته. (لکه: د امریکا له بیرغ سره ستاسو خپل عکس، تاسو له بهرنیانو سره، یا ښځې له حجاب پرته، یا تاسو د خپلې کورنۍ له غړو سره په بهر کې.)

- که شک لرئ، لمنځه یې یوسئ. دا د درک وړ ده چې د عکسونو لمنځه وړل به درته سخت وي، خو په پام کې ولرئ چې هغه تاسو او نور په بلقوه ډول له ګواښ سره مخ کوي.

- که غواړئ هغه له ځان سره وساتئ. نو په کلاوډ – Could کې یې ذخیره کړئ او هغه اکونټ چې ورته کارول کیږي باید ستاسو اصلي حساب نه وي. د هغو نوم او پاسورد تر دې پخوا بل هېڅ ځای نه وي ثبت شوی او وروسته یې له خپل تلفون پاک کړئ. د مثال په توګه: ګوګل درایف څه دی او څنګه کارول کیږي؟ په اړه یې دا انګلیسي ویډیو چې فارسي لیکلې ژباړه لري وګورئ. youtu.be/EbVnObwFJic

- ځینې پروګرامونه شته چې دا امکان تاسو ته برابروي ترڅو خپل عکسونه په یوه دوکه ورکوونکي فولډر کې چې په ظاهر کې بل پروګرام غوندې ښکاري( لکه: مخفی ماشین حساب یا د عکس خصوصی البوم) په کې پټ کړئ. خو پام مو وي دا چلند مصون نه دی، ځکه نور خلک هم د دا ډول پروګرامونو په اړه معلومات لري.

5.4 | انلاین لټون – ګوګل – یوتیوب

په هغه ویب سایتونو کې چې ممکن د طالبانو ضد معلوم شي له لټون مخکې دا کارونه وکړئ:

- په خپل براوزر کې د خصوصي لټون حالت فعال کړئ

- که ممکن و، Cookies مه درسره منئ

- بوک مارکونه مه ذخیره کوئ

- ډېټا/معلومات یا پاسورد مو مه ذخیره کوئ

- د ګوګل او فیسبوک ویب سایتونو ته له ورننوتو ډډه وکړئ او یا هغه د یوه دریم شخص د ویب سایت اکونټ ته وصل کړئ

په ټوله کې:

- هڅه وکړئ چې له دې مرورکوونکو -براوزرونو (لکه: موزیلا فایرفاکس) څخه کار واخلئ، چې ستاسو له خصوصي حریم ساتنه کوي او د خصوصي حریم ډېر نور تنظیمات فعال کړئ.

- ډاډ ترلاسه کړئ، د هغه مصون ویب سایتونو لیدنه مو چې کړې د هغوی یوه مخینه درسره جوړه کړئ. ( د مثال په توګه: تل د خصوصي حریم په حالت کې فعالیت مه کوئ.) ستاسو کامپیوټر/موبایل باید ښکاره کړي چې ځینې دخولي ګانې لري، ترڅو چې څوک پر تاسو شک ونه کړي.

- ډاډ ترلاسه کړئ چې فایر فاکس او ګوګل کروم مرورکوونکو ته نه یې ورداخل شوي.(د مثال په توګه: مطمین شئ چې تاسو د کروم مرورګر ته په خپل ګوګل اکونت/جیمل سره نه یي ورداخل شوي.) که کله هم خپل حساب ته ورداخل شوي یاست، او انترنت مو مرور کړی وي، ستاسو حساب د ټولو فعالیتونو مخینه ذخیره کوي.

د حساس لټون پایلې لمنځه یوسئ - www.humanrightsfirst.org/sites/default/files/How%20to%20delete%20your%20history_updated.pdf -

twitter.com/dooley_dooley/status/1427223031429181441

د سایت د واقعي محتوا د لمنځه وړلو غوښتنه وکړئ: د پلټنې د پایلو لمنځه وړل د محتوا د لمنځه وړلو سبب نه ګرځي. په هر سایت کې د خپلو اطلاعاتو د لمنځه وړلو لپاره باید د هغه سایت له خاوند سره په اړیکه کې شئ. په یوتیوب او ګوګل کې

- پام مو وي، که تاسو په یوتیوب کې ویدیو لټوئ، دا ممکن په تلفون کې د تاسو په ګوګل حساب کې هم ښکاره کړل شي.(دا دوه حسابونه معمولاً سره وصل وي.)

- په منظم ډول په یوتیوب او ګوګل اکونټونو کې د خپل لټون مخینه پاکه کړئ. په ګوګل کې د خپلو فعالیتونو د پاکولو د څرنګوالي لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ. | support.google.com/accounts/answer/465

«د ځان افشا» لارښود - Self-doxing Guide| guides.accessnow.org/self-doxing.html

ممکن د دغه درک لپاره چې څومره اطلاعات د تاسو په اړه په عموم ډول د لاس رسي وړ دي او حداقل کچې ته د هغو د راکمولو په برخه کې چې تاسو خطر سره مخ کولی شي، له تاسو سره مرسته وکړي. په ځانګړې توګه هغه فعالان چې زنداني شوي، او د خپلو نظریاتو لپاره تر پوښتونو راغلي. امکان لري چې ډېر ژر د هغه شیانو لپاره مو چې پست کړي دي، هدف وګرځئ. | twitter.com/BBCWomansHour/status/1427287851016798213

که ستا په کوم سایت کې حساسیت پارونکي معلومات وموندل او بیا وتوانېدی چې هغه له ویب سایت څخه حذف کړئ، همداراز د مخصوصي صفحې URL چې په هغه کې معلومات و، دلته هم ورداخل کړئ. archive.org/web/

که یې ارشیف او ذخیره شوې کاپي موجوده وه، بیا د مرستې لپاه له لاندې ادرس سره په اړیکه کې شئ.

help@accessnow.org - cpj.org/2019/09/digital-safety-remove-personal-data-internet/

انلاین لټون او د وګړو/خلکو د موندنې خدمات: github.com/yaelwrites/Big-Ass-Data-Broker-Opt-Out-List -https://www.eff.org/deeplinks/2020/12/doxxing-tips-protect-yourself-online-how-minimize-harm

6 | د موبایل او یا د کامپیوټر د ورکېدو په حالت کې څه وکړو

که داسې یو څه پېښ شي، ډېره مهمه ده په عاجله ټوګه اقدام وکړئ او وتوانېږئ چې خپل اکونټ/انلان حساب، مخاطبینو او شخصي معلوماتو ته د لاس رسي کچه کمه کړئ.

زمونږ د بېړنیو ډیجیتالي مرستو لارښود ته پام وکړئ. | digitalfirstaid.org/en/topics/lost-device/

ځکه باید دا ارزیابي شي چې په به بل پړاو کې څه وکړو.

6.1 | که ممکن و، تلفون له لرې لارې قفل کړئ او یا یې مواد پاک کړئ.

اندوراید – Andriod | support.google.com/accounts/answer/6160491

سامسونگ – Samsung | https://www.samsung.com/za/support/mobile-devices/how-do-i-use-find-my-mobile-to-remotely-wipe-my-samsung-galaxy-s6-edge-plus/

آیفون – iPhone | www.igeeksblog.com/how-to-erase-data-from-lost-stolen-iphone-ipad-remotely/ 

6.2 | د ورک شوي تلفون شمېره د ټولنیزو رسنیو له ګروپونو لرې کړئ.(په دې هدف چې د تلفون موندونکی ونتوانیږئ چې ستاسو دغو ټولنیزو ګروپونو ته لاس رسی پیدا کړئ.)، د دغه فعالیت د ترسره کولو لپاره باید له مخکې د هر ګروپ لپاره څو سمبالوونکي ولرئ، ځکه مختلف مدیران/سمبالوونکي کولئ شي دا شمېره په اساني سره پاکه کړئ.

Whatsapp -

Signal

- Telegram

6.3 | د اغیزمن شویو حسابونو/اکونټونو پاسوردونه بدل کړئ، (د بیا ترلاسه کولو / بیاځل تنظیم په ګډون) او 2AF اختیار هم دغه اکونټونو لپاره چې وړتیا یې لري ورته فعال کړئ.

6.4 | د خپل تلفون د ورکېدو په صورت کې خپل مخاطبین خبر کړئ او همدا راز د هغوی په وړاندې هم د هغه کس لخوا چې تلفون ورسره دی، شته خطر ورته تشریح کړئ، ترڅو پوه وي.

7 | خپل اکونټ/حساب بیا ترلاسه کړئ

اکثراْ ټولنیزې رسنۍ، د ایملونو خدمات او نور سایتونه پلاتفورمونه داسې یوه منبع لري چې د تاسو د حساب د بیا ترلاسه کولو سره مرسته کوئ. ډېری پلاتفورمونه په اکونټونو کې د غیر معمول فعالیتونو د راپور ورکونې لارې هم لري. مونږ څو لارښودونه لیست کړي، تاسو سره په دغه برخه کې مرسته وکړي. د ډېجیتالي بېړنیو مرستو لاندې لارښود ته پام وکړئ.

| digitalfirstaid.org/en/topics/account-access-issues

- د ګوګل بیا ترلاسه کول | support.google.com/accounts/answer/183723

- د فیسبوک راپور کول | www.facebook.com/hacked

- د فیسبوک بیا ترلاسه کول | www.facebook.com/notes/10157814523321886/

- د انستاګرام د ملاتړ پړاونه | help.instagram.com/149494825257596

- د ټویتر د ملاتړ پړاونه | help.twitter.com/en/safety-and-security/twitter-account-hacked

8 | VPNs: د جاسوسۍ، حملو او یا سانسور په وړاندې ساتنه

VPNs ستاسو د وسیلې (کامپیوټر/موبایل) او د وړاندې کړل شوې خروجي (exit) ترمنځ د VPN په وسیله یو کډ شوی تونل جوړوي. په همدې اساس دا کار هغه ویب سایتونو ته د لاس رسي اجازه درکوي چي یا مسدود شوي او یا هم سانسور شوي او ترڅنګ یې په انترنتي فضا کې ستاسو له فعالیت و ترافیک هم ساتنه کوي. 

که پخوا مو له VPN ګټه اخیستې له همغه یوه سره مخ ته ولاړ شئ، او چک یې کړئ چې سم کار کوي. په غیر صورت کې له یوه نوي VPN څخه کټه پورته کړئ. او دا کار ممکن ستاسو پام ځان ته راجلب کړئ. چې کوم یو VPN د خلکو ترمنځ د پټېدو لپاره موثر دی. 

دا کار هغه وخت موثر وسېدلی شي له دې مخکې چې تاسو له سانسور سره مخ شئ او یا هم ستاسو دستګاه خاموشه شي، هغه دانلو کړئ. له دغه ابزار څخه استفاده کول ممکن ډېر وخت ستاسو د انترنت وړاندې کوونکي لخوا تثبیت شي، او ستاسو په تلفون کې د یوې نصب شوې برنامې په توګه هغه کس ته چې ستاسو قفل ناشوي تلفون ته لاس رسی لري د مشاهده وړ وي. 

له انستال او اجرا وروسته یې یو ځل چک کړئ چې VPN مو سم کار ورکوي:https://ipleak.net

د سانسور ضد VPNs له ښه ترک ریکاډونو سره

تیونل بییر – TunnelBear | www.tunnelbear.com/download (Windows, MacOSX, Linux, iOS, Android)

یاداشت: تیونل بییر د اوس لپاره په افغانستان کې خپلو استفاده کوونکو ته دې میاشتې تر ۱۰ جي.بي وړیا خدمات لري. په ګوګل اپ ستور کې د موندنې وړ دی، خو کاروونکي یې کولی شي چې یو APK د تلگرام له رسمِ کانال دانلود کړي.

t.me/tunnelbearofficial

- کوم کسان چې د تیونل بییر له استفادې سره په ستونزو کې وي، کولئ شي هغه راپور کړئ:

forms.office.com/Pages/ResponsePage.aspx

مولواد – Mullvad | mullvad.net/en/download/ (Windows, MacOSX, Linux, iOS, Android) میاشتنی لګښت 5 یورو؛ د ګټې اخستنې جواز له مرستندویه خطونو (help@accessnow.org) د لاس رسی وړ دی، پېر یې په ناپېژنده او له نوم ثبتونې پرته ترسره کیږي. همدارنګه د ډیجیتالي ارز ترڅنګ کولی شي له نقدو پیسو هم استفاده وشي.

وی.پی.ان.گیت– VPNGate | www.vpngate.net (Windows, MacOSX, Linux, iOS, Android)

د عمومی VPN د ریلي سرورونو لېست چې په تولنه نړۍ کې د رضاکارانو لخوا کوربه کیږي.

پروټون وی.پی.ان – ProtonVPN | protonvpn.com (Windows, MacOSX, Linux, iOS, Android, Chromebook) په وړیا توګه د لاس رسي وړ دی.

بیت ماسک – Bitmask | bitmask.net (Windows, MacOSX, Linux, Android)

دا VPN یوه خلاصه سرچینه ده. تاسو کولی شئ چې د تیار شویو VPNs څخه چې د riseup.net) یا (caly.net) لخوا وړاندې کیږي ګټه پورته کړئ، او هم خپل یو پیل کړئ.

ډېر نور VPNs هم د لاس رسي وړ دي، خو ټولو بیا د سانسو د لمنځه وړلو، د ښه امنیت درلودو، د خصوصي حریم د ساتنې او یا د ښه تجارتي چلند لپاره موثرې هڅې نه دي کړي. که د لا زیاتو مواردو د امتحانولو په هڅه کې یاست، لاندې ادرس ته مراجعه به يو ښه پیل وي: www.nytimes.com/wirecutter/reviews/best-vpn-service/

د VPNs د فعالیت د څرنګوالي په اړه چې دوی څه کوي او ایا کومو برخو ته د ګټې اخستنې وړ نه دي؟ دا لاندې لینک یوه ښه منبع ده:

https://ssd.eff.org/en/module/choosing-vpn-thats-right-you

لطفاً پام ولرئ، چې اکثراً (خو ټول نه) د VPN "بیاکتنې" سایتونه د VPN له خرڅلاوي څخه ګټه پورته کوي او/یا د ورته شرکتونو ملکیت دی چې د VPNs ملکیت لري.

د سانسور ضد لپاره ځانګړي وسایل:

- یو څېړنه ترسره کړئ چې ایا دا برنامې به تاسو ته د خطر د رامنځته کېدو سبب شي. (لکه: د پاملرنې جلب)، که هغه ستاسو په وسایلو(کامپیوټر/مبایل) په نصب شوي شکل وموندل شي او یا هم دا کشف شی چې تاسو له هغو استاده کوئ.

- Psiphon د خلاصې منبعې د سانسور د سانسو د لرې کولو VPN دی چې له مختلفو تکتیکو څخه د سانسور د لرې کولو لپاره کار اخلي. – www.psiphon3.com/en/download.html (iOS, Android, Windows) -

د ایمل له لارې دانلود: دغه ادرس ته (get@psiphon3.com) یو ایمل واستوئ، ترڅو د Psiphon دانلود لیکنونه په مختلفو ژبو ترلاسه کړئ.

لاټرن – Latern |

- دا د خلاصې منبع د سانسور د لرې کولو یو VPN دی چې له مختلفو تکتیکونو څخه د سانسور د لرې کولو په خاطر کار اخلي. getlantern.org/en_US/index.html (Windows, MacOSX, Linux, iOS, Android)

ټوور – Tor | - د بلقوه ناپېژنده پاتې کېدو لپاره یو براوزر یا مرور کوونکی دی چې د Tor له شبکي څخه د ناپيژنده پاتې کېدو په خاطر کار اخلي. www.torproject.org/download/ (Windows, MacOSX, Linux, Android); د ایمل له لارې یې دانلود کړئ: GetTor ته یو ایمل ایمل واستوئ، او خپل عامل سیستم او (سیمه) ورته مشخص کړئ. د مثال په توګه: "windows fa"

اونیون مرور کوونی – OnionBrowser (iOS) | onionbrowser.com apps.apple.com/us/app/onion-browser/id519296448

9 | په خوندي او مصون توګه ویدیو کنفرانس

هغه پیام رسوونکي یا مسنجرونه چې د ویدیويي تماسونو زمینه هواري. پام مو وي چې له زیګنال او وایر نه ستاسو په ټولنه کې احتمالاً کار اخیستنه لږ وي او ممکن د توجه د جلب سبب وګرځي.

- زیګنال | signal.org 

1. وایر | په بشپړ ډول کډ شوی ویدیويي تماسونه د حداقل 8 کسانو لپاره په یوه وخت په کې کارو کېدای شي.

2. ستاسو د تلفون په شمېر پورې تړلی اپلیکشن دی

- وایر | wire.com

1. په بشپړ ډول کډ شوي ویدیويي تماسونه حداقل څلور کسانو ته پر یوه وخت برابرولی شي.(وړیا ډول خدمات)

2. د تلفون شميرې پرته هم د استفاده وړی دی

- واتساپ | whatsapp.com 

1. په بشپړ ډول کډ شوي تماسونه په یوه وخت د حداقل څلور کسانو لپاره وړاندې کوي

2. د میتا – کمپني یوه برخه ده. (پخوا فیسبوک، په همدې اساس په پام کې ده میتا-دیتا واخستل شي.)

جتسی میت- JitsiMeet |

- په اعتباري سرورونو کې پر یوه وخت تر ۲۵ مخاطب پورې تصویري اړیکې یولی شي

- په وړیا ټوګه ګته اخیستنه - په کامپیوټرونو کې د براوزرونو

– یا مرور کوونکو له لارې لاس رسی ورته ممکن دی، د اندوراید او iOS لپاره هم اپلیکشن لرِي.

- د خدماتو باوري او د اعتماد وړ وړاندې کوونکی:

- meet.greenhost.net -

meet.systemli.org

- په مصون ډول د ګټې اخیستو لارښود:

- www.frontlinedefenders.org/en/resource-publication/guide-secure-group-chat-and-conferencing-tools -

www.frontlinedefenders.org/en/resource-publication/jitsi-meet-simple-and-secure-video-conferencing-platform

- د تلفونونو لپاره د اپلیکیشن دانلود: jitsi.org/downloads/

- که اړتیا وه چې د انلاین کنفرانسو له وسیلو کله zoom.us ګټه واخلئ، ځان مطمین کړئ چې د بشپړ کډ کولو خصوصیت یا اختیار فعال کړی.| support.zoom.us/hc/en-us/articles/360048660871-End-to-end-E2EE-encryption-for-meetings

10 | په خوندې توګه د فایلونو شریکول او په انلاین بڼه یې ذخیره کول

په کامپیوټر کې په خوندي توګه د فایلونو د ذخیره کولو او یا هم په انلاین بڼه د ذخیره کولو مخکې په بشپړ ډول د فایلونو د کډ ورکونې لپاره Veracrypt | veracrypt.fr

اجازه ورکوي چې خپل فایلونه او په یوه کډ شوي فولدر کې په آنلاین ډول په Google Drive او یا Dropbox کي ذخیره کړئ او نورو ته د یوه عادي فایل او یا کمپیوټري سیستم په توګه ښکاري.

په دې ډول له Veracrypt څخه د فایلونو له ذخیره کولو وروسته هغه له خپل کامپیوټر څخه پاک کړی او د کامپیوټر د باطلې سطل مو هم پاک کړی. دا چې ویرا-کریپ څنګه کارول کیږي په انګلیسي ژبه دغه ویدیو وګورئ چې په لیکي ډول فارسي ژباړه هم لری.https://youtu.be/C25VWAGl7Tw

10.1 | د فایلونو شریکول | په بشپړ ډول (د کډ کولو ) اختیارونه

ufile.io | د نا راجستر شویو کاروونکو لپاره: نهایتاً 10 فایل ( 5 گیگابایت د هر فایل لپاره)، یوه میاشت وړیا خدمات

send.tresorit.com | د نا راجستر شویو کاروونکو لپاره، او تر 5 ګیګابایت پورې د استفادې له قابلیت سره

send.tresorit.com | اپلود یې تر 50 ګیګابایت پورې دی او فایلونو تر ۱۲ ساعتونو زیات نه په کې ذخیره کیږي.

cryptpad.fr/drive/ | په نا پېژنده توګه نوم ثبتونه لازمي ده.| تر یو GB وړیا هاستینګ لري. نوم یې ممکن توجه ځان ته جلب کړي!!!

که تاسو د Tor مرور کوونکی یا براوزر کاروئ. | www.torproject.org

یا هم OnionShare: onionshare.org/ 

10.2 | انلاین ذخیره کول

- د انلاین ذخیره کولو لپاره یواځې او یواځې له مرور کوونکو یا براوزرونو نه کار واخلئ. په کمیپوټر او موبایل کې نصب شوې برنامې مه کاروئ.

- که تاسو Could Access لاس رسي لپاره د خپل سازمان سرور کاروئ، متوجه وسئ چې د UR/Link استفاده کېدونکی لینک ممکن ستاسو د سازمان نوم ښکاره کړي او تاسو ته د انترتي خدمات وړاندې کوونکی وتوانیږي چې هغه وویني. په دې برخه کې له VPN ګټه اخستل خطر کموي.

- هغه کوم چې تجارتي دي ممکن توجه جلب کړي:

mega.io (20 جی.بی وړیا)

sync.com (5 جی.بی وړیا)

cryptpad.fr/drive 

- نوم ممکن دی د توجه د جلب کېدو سبب شي!!!

-  Google Drive، OnveDrive و iCould د بشپړ کډ کولو نوعیت نه لري. له دې امله د هغه څه د مشاهده وړتیا لري چې اپلود کړي مو دي، خو کله چې تاسو هغه وار له مخه نوي حفاظت کړي. ( د مثال په توګه: د کډ کړل شوي ZIP او یا هغه ورته توکو کارونه)

- ممکن اړتیا ولرئ چې ځیني اسناد چېرته ذخیره کړئ. ( لکه: د کورنۍ د غړو د پاسپورت کاپي، ستاسو کاري قراردادونه، هغه اسناد چې تاسو ته د متوجه خطر ښکارندیونه کوي.)

- د اسنادونو د ذخیره کولو لپاره هغه ښه کار چې کولی شئ، دا دی چې هغه په یوه خوندي (کلاوډ- Could) فضا کې ذخیره کړئ، چې ستاسو له اصل ایمل سره په اړیکه کې نه وي. او یا هم هغه یوه بل مصون ایمل ته ورواستوی چې تاسو کولئ شي لاس رسی ورته پیدا کړئ، خو ستاسو اصلي ایمل نه دی، او ستاسو په تلفون او یا هم کامپیوټر کې نه دی ذخیره شوی.

- اکادمیسنان/ محصلین څوک چې د حساسو اکادمیکو او یا هم خپلو مهم سندونو د خوندي کولو په هڅه کې دي، کولی شي د Article 26 Backpack طرحې څخه چې د کالفورنیا داویس پوهنتون جوړه کړې، کار واخلي. اسنادونه به په کلاوډ فضا کې ذخیره شي. د دغې طرحې د ګتې اخستنې د لارښود په لاندې لینک کې په انګلیسي او دري ژبو وړاندې شوی.

human-rights.ucdavis.edu/news/afghanistan-emergency-resource-information

یا هم دری: backpack.ucdavis.edu

امتیاز

دا لارښود له افغان خبریالانو سره د مرکو او همدا راز د دغو لاندو لارښونو پر اساس جوړ شوی:

1 | په افغانستان کې دبشر حقونو مدافعانو لپاره د انلاین خوندیتوب سرچینې | www.accessnow.org/online-safety-resources-afghanistan/ | EN 

2 | د افغانانو لپاره چک لیست| په تلفونونو او وسایلو کې د معلوماتو له لارې خطر کم کړئ| docs.google.com/document/d/19GPJDmMLPagNnbumZwmKZGJaIiRMFmHiJKtuvmL6wl8/edit | EN, Dari, Pashto 

3 | د افغانستان لپاره د ډیجیتالي امنیت سرچینې/منابع: د انترنت پرې کېدل او انلاین خصوصي حریم| drive.google.com/drive/folders/1v9WvDvoCPjP13Y2Lsd0hqwDt6mqEgvtW | EN, Dari

ستاسو د پاملرنې وړ: کوم معلومات او منابع چې دغه ډیجیتالي لارښود کې ځای پر ځای شوي، د ٢٠٢٢ کال د مې میاشتې له راهیسې دي او د دوه کلونو لپاره به په هر شپږو میاشتو کې اپدیت یا نوي کیږي. د معلومات نوې شوې بڼه له دغه آدرس څخه دانلود کولی شئ: helpdesk.rsf.org/digital-security-guide/afghanistan-digital-care-guide

to top